IQNA

 د انډونیشیا د ړندو نړیوالو قرآني سیالیو کې د یوې ایراني مېرمنې بریا

14:33 - December 08, 2025
د خبر لمبر: 3492129
ایکنا – د ایرانية د  نابیناؤ ډلې ) او د قرآن کریم حافظه، زهرا خلیلي‌ثمرین،  وتوانېده چې د انډونیشیا د نایینایانو  نړیوالو سیالیو د ټول قرآن دحفظ لومړی مقام خپل کړي.

د ایکنا د راپور له مخې،د نابیناؤ د قرآن د نړیوالو لسم پړاؤ سیالۍ د روان کال د لیندئ یا  قوس  دمیاشتې له ۱۳ تر ۱۶ نېټې (۴ تر ۷ دسمبر)د انډ،نیشیا په پلازمېنه، جاکارتا کې ترسره شوې.

زهرا خلیلي‌ثمرین، چې د ایران نابینایانو ډلې حافظه ده، وتوانېده چې د سیالیو د مقدماتي پړاوونو په بریالي ډول له تېریدو وروسته، په نهائي مرحلې کې په ګډون سره، د ټول قرآن د حفظ په برخې کې لومړی مقام  ترلاسه کړي.

د ړندو سیالۍ د دې لپاره ترسره کېږي چې د قرآني استعداد لرونکو تنکیو ځوانانو ملاتړ وشي،د  نابینایانو رول په بېلابېلو ټولنو کې وښودل شي او د دوی ذهني وړتیاوې د قرآن کریم د حفظ او تلاوت په برخه کې وده ومومي.

ټاکل شوې ده چې زهرا خلیلي‌ثمرین د دې برياليتوب تر ترلاسه کولو وروسته، په دوشنبې، د قوس ۱۷مه نېټه، ایران ته  راستنه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4321412

captcha